پنجشنبه , سپتمبر 19 2019
کور / خبرونه / افغانستان / ملګري ملتونه:د کابل برید اندېښنې راپورته کړې دي

ملګري ملتونه:د کابل برید اندېښنې راپورته کړې دي

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر وایي سره له دې چې د سولې هڅې ګړندۍ شوې دي خو د تاوتریخوالي ډېرېدو او وروستیو خونړیو پېښو جدي اندېښنې پارولې دي. یوناما ویلي، وسله والو طالبانو ته په کار ده چې له خونړیو بریدونو او تاوتریخوالي لاس واخلي او له سولې سره هممهاله دغه ډول فعالیتونه د جدي اندېښنې وړ دي. د سرچینې په وینا د وسله والو طالبانو خونړي بریدونه او دغه راز ددوی له لوري د ملکي وګړو تهدید او ګواښل به په افغانستان کې د جګړې لړۍ اوږده کړي او ښايي د سولې هڅې زیانمنې کړي. یوناما په کابل کې د تېرې ورځې برید هم غندلی دی او هغه یې نه بښل کېدونکی جنایت بللی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: