یکشنبه , دسمبر 15 2019
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / ملګري ملتونه: افغان حکومت دې د دوی د کارکوونکو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي

ملګري ملتونه: افغان حکومت دې د دوی د کارکوونکو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي

په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشر تادامیچي یامامتو له ولسمشر غني سره لیدلي دي او د خپلو دفترونو او کارکوونکو د امنیت په اړه یې اندېښنه ورسره شریکه کړې ده.

نوموړي له ولسمشر غني غوښتي چې د دوی د کارکوونکو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي او ددغه نړیوال ماموریت په بریالي ترسره کېدو کې همکاري وکړي. ولسمشر غني امنیتي ادارو ته لارښوونه کړې چې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو مرستندویه موسسو د امنیت په تامین کې خپلې هڅې ډېرې کړې او ددوی اړتیاوې واوري.

ملګرو ملتونو وروسته له دې د خپل امنیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې څه موده وړاندې ددغه سازمان پر موټر چاودنه وشوه او یو بهرنی کارکوونکی یې ووژل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: