دوشنبه , اکتوبر 14 2019
کور / خبرونه / افغانستان / ملګري ملتونه: هرات کې د امریکا په هوايي برید کې د ماشومانو په ګډون ۳۰ ولسي وګړي وژل شوي

ملګري ملتونه: هرات کې د امریکا په هوايي برید کې د ماشومانو په ګډون ۳۰ ولسي وګړي وژل شوي

ملګرو ملتونو ویلي، د امریکایي پوځ په هغه ډرون برید کې چې په تېره می میاشت کې په فراه ولایت کې شوی و، د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۰ ولسي وګړي وژل شوي وو.
ملګري ملتونه وایي، په هماغه می میاشت کې په نورو هوایي بریدونو کې د ۳۰ نورو ولسي وګړو د وژنې کره رپوټونه یې هم ترلاسه کړي، خو تر اوسه یې تصدیق نه دی شوی.
د امریکا پوځ ټینګار کوي چې په هغو بریدونو کې یې هغه فابریکې یا کارځایونه په نښه کړي وو چې وسله والو طالبانو پکې مخدره توکي جوړول.
خو ملګري ملتونه وایي، هغه کسان چې په دې فابریکو کې کار کوي، د قانون له مخې پوځي هدف نشي بلل کېدلای.
د تېرې می میاشتې پر پنځمه نېټه امریکایي پوځ په فراه او نیمروز ولایتونو کې پر شاخوا ۶۰ هدفونو هوایي بریدونه کړي وو.

دا بریدونه تېره می میاشت کې په فراه او نیمروز کې شوي وو
اوس ملګري ملتونه د بریدونو سیمې ته ورغلي او له ځایي خلکو سره یې مخامخ خبرې کړې دي.
د دوی موندنې ښیي چې په هغو بریدونو کې د ۱۴ ماشومانو په ګډون ۳۹ کسانو ته مرګ ژوبلې اوښتې وه، چې له دې ډلې ۳۰ کسان وژل شوي وو.
ملګري ملتونه په خپل رپوټ کې وایي، په دې سیمه یوازې طالبان نه، بلکې نورې جنایي ډلې هم وې، او له همدې کبله دوی د پوځي برید لپاره هدف نشي بلل کېدلی.
په رپوټ کې راغلي، ښایي ځینو هدفونو کې به ناقانونه فعالیتونه کېدل، خو د نړیوال قانون له مخې دوی پوځي هدف نشي بلل کېدلی.

امریکا افغانستان کې د مخدره توکو د ختمولو لپاره د ورځې یو نیم میلیون ډالر لګوي
خو په افغانستان کې د امریکایي پوځ یوه ویاند ویلي، دوی د هدفونو په اړه تصویري مالومات درلودل او له بریدونو وروسته یې هم په نښه شوي ځایونه او شاوخوا سیمه څارلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: