پنجشنبه , سپتمبر 19 2019
کور / خبرونه / بين المللي / ملګري ملتونه هغو کسانو ته د زیات ملاتړ غوښتنه کوي چې ترهګریزو پېښو کې ېې مالي او ځاني زیانونه ګاللي دي

ملګري ملتونه هغو کسانو ته د زیات ملاتړ غوښتنه کوي چې ترهګریزو پېښو کې ېې مالي او ځاني زیانونه ګاللي دي

ملګري ملتونه هغو کسانو ته د زیات ملاتړ غوښتنه کوي چې په ترهګریزو پېښو کې ېې مالي او ځاني زیانونه ګاللي دي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش ویلي چې د زیانمنو لپاره باید عدالت تامین شي.
ګوترېش د ترهګرۍ د قربانیانو د عکسونو د یوه نندارتون د پرانيستلو په مراسمو کې ترهګري او افراطیت جدي خطر وباله.
نوموړي زیاته کړه چې په تېرو میاشتو کې خلک په افغانستان او ځینو نورو هېوادونو کې د ډارونکو بریدونو شاهدان وو.
نوموړي د کابل ښار د تېرې شنبې ورځې برید د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي، چې دغه ډول بریدونه کورنیو، ټولنو او په ټوله کې ملګرو ملتونو ته دوامداره زیان رسوي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز وایي چې افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې جنګيږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: