دوشنبه , اکتوبر 14 2019
کور / خبرونه / منظور پښتون: د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړی بلال بې ګناه پاکستان بندي کړی

منظور پښتون: د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړی بلال بې ګناه پاکستان بندي کړی

د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړی او پلوي بلال پښتون له تېرو ۴ مياشتو راهيسې بې ګناه د پاکستان په هريپور زندان کې بندي دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين په خپل يو پوسټ کې ليکلي دي، چې بلال پښتون د پاکستان په هريپور زندان کې له ۴ مياشتو راهيسې بې ګناه بندي دی، د هغه ګناه دا وه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ تر چتر لاندې يې د پښتنو سره د شوو او روانو ظلمونو د بندولو غوښتنه کوله.
دا هم ولولئ: د علي وزير او محسن داوړ ضمانت منظور شو
هغه همدا راز زياتوي، دا کار هېڅ جرم نه دی او نه هم په دې کومه قضيه جوړېږي، خو هغه يې په طاقت او جبر باندې بندلي ساتلی دی. هغه وايي چې د پښتنو د حقونو خبره په پنجابي جنرالانو او د هغوی په خرڅ شوو پښتنو باندې ډېره بده لګي او په بېلا بېلو لارو هڅه کوي چې د داسې ځوانانو خولې بندې کړي.
ښاغلی منظور همدا راز مخکې ليکي، چې دا شرمېدلي خلک چې کله د هند يا نورو طاقتونو سره مخامخ شي، نو بيا ترې تښتي، خو چې کله بې وسه پښتانه وويني چې د وطن د خوشحالۍ خبره کوي، نو دا بې وسه پښتانه وژني، ورکوي يې او بې له کوم جرمه يې په زندانونو کې ساتي.
د يادولو ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ډېر ملاتړي او پلويان په پاکستاني زندانونو کې بې ګناه بنديان دي، چې پاکستانی رياست يې د جرم د نشتوالي له امله محکمو ته هم نه وړاندې کوي.

https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=2391843277580036&id=100002631606029

تېره ورځ عالمزېب مسيد له پاکستاني زندانه راخلاص شه، همدا راز د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مشران او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ او علي وزير، چې له څو مياشتو راهيسې په زندان کې بې ګناه بنديان و، محکمه يې د ضمانت منظوري ورکړه او د هغوی د خوشې کولو امر يې وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: