جمعه , نوومبر 22 2019
کور / خبرونه / پاکستان / منظور پښتین:پاکستاني حکومت له لوري ورسره ظلمونه لا هم روان دي

منظور پښتین:پاکستاني حکومت له لوري ورسره ظلمونه لا هم روان دي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، د پاکستاني حکومت له لوري ورسره ظلمونه لا هم روان دي. نوموړي ویلي، په دې وروستیو کې ځینې خلک وايي چې پي ټي ایم غلی کړل شوی او یا غلی شوی دی خو په خبره یې دوی به په هیڅ صورت کمزوري نه شي او نه به د ظلم پر وړاندې چوپه خوله پاتي شي. پښتین ویلي، پي ټي ایم یو مزاحمتي خو سوله ییز تحریک دی او په خپله خاوره کې د امن او سولې لپاره به خپلو مزاحمتونو ته دوام ورکړي. نوموړي ویلي ظلم او بربریت لا هم روان دی او په داسې حالت کې هم چې دوی چوپ پاتې کېږي نو دا له هغو خلکو سره جفا ده چې پر دوی یې باور کړی دی. پښتین زیاته کړې، ځینې وخت کې داسې یو څه پېښېږي چې دوی چوپ شي او دا چوپتیا د ځینې تنظیمي تیاریانو له امله ده نه د ظلم او پاکستان له ویرې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: