شنبه , دسمبر 14 2019
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / مولانا فضل الرحمن: د تحریک انصاف حکومت ناجایز دی او د پلار به یې هم راباندې جایز ونه مني!

مولانا فضل الرحمن: د تحریک انصاف حکومت ناجایز دی او د پلار به یې هم راباندې جایز ونه مني!

مولانا فضل الرحمان د پاکستان تحریک انصاف حکومت ته ناجایزه ويلي او زياته کړې يې ده د چا پلار به هم پرې دا جايز ونه مني.

په اسلام اباد کې د مخالفه ګوندونو په ملاتړ د تحریک انصاف د حکومت پرضد د ازادي مارچ د احتجاج ګډون والو ته په وېنا کې مولانا فضل الرحمان وويل، اوس وخت راغلی چې د دغو واکمنو سره حساب کتاب وشي.

هغه وويل د دې ناجایزه حکومت نه به ځان خلاصوي او هغه دې کار ته د ایمان تقاضا ويلي دي. هغه ويلي داسې واکمن راتلل د خدای پاک د عذاب نه کم نه دي.

مولانا زياته کړې دوی د ائين، قانون ، جمهوريت او اصولو دپاره جنګيږي او د ټولو مخالفه ګوندونو سره مشوره کوي.

هغه وويل په حکومت نور فشار سېوا کوي او د ناجايزه واکمنو نه د خلاصي پورې به دا جګړه روانه ساتي.

په اسلام اباد کې د ازادي مارچ احتجاجي ناسته په ۱۲م ورځ دوام لري.

د ازادي مارچ د لارې غوښتنه کيږي چې وزيراعظم عمران خان دې استعفی ورکړی او بيا د سر نه دې انتخابات وشي.

د حکومت او احتجاج کوونکو ترمنځ مذاکرات هم شوي خو کوم پرمختګ پکې نه دی شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: