دوشنبه , اکتوبر 14 2019
کور / خبرونه / مومندو ایجنسۍ کې بمي چاودنو ګڼ شمېر پاکستاني پوځیان وژلي دي

مومندو ایجنسۍ کې بمي چاودنو ګڼ شمېر پاکستاني پوځیان وژلي دي

د خېبرپښتونخوا په قبايلي سېمه مومندو کې پرلپسي درې چاؤدنې شوې د پاکستاني پوځ د يو افسر (مېجر) ګډون ۹ نور پوځیان پکې وژل شوي دي.

د مومندو پوليسو پخلی کړی چې دا پېښه نن د جمعې په ورځ د بره مومندو په بايزو سېمه کې رامنځته شوې ده.

حزب الاحرار ډلې د یادو چاؤدنو زمه واري منلې او د ډېرو پوځيانو د وژلو ادعا يې کړې ده.

پوليسو يواځې په چاؤدنه کې د پوځي افسر او سپاهي د وژنې پخلی کړی په دغه اړوند يې نور جزيات نه دي شريک کړي.

د مومندو نه سرچينې وايي د افغانستان سره د ګورسل په کنډاؤ هم د پورې غاړې نه په امنيتي سرتېرو بريدونه شوي دي.

پوځ په خپله د بايزو په چاؤدنه کې د پوځي افسر او د ۹ نورو پوځایانو د وژنې او په ګورسل د پولې د پورې غاړې د بريد په اړوند څه نه دي ويلي.

پينځه ورځې وړاندې پوځ په شمالي وزيرستان کې د افغانستان سره په پوله پرتې سېمه کې د پولې د پورې غاړې نه په بريدونو کې د څلورو پوځيانو د وژل کېدو خبر ورکړی ؤ.

د پاکستان پوځ د افغانستان سره په پوله پرتو قبايلي سيمو کې په بشپړ ډول د امنيت په ځای کولو ادعاوې کوي خو په يادو سيمو کې وخت په وخت په امنيتي سرتېرو د بمي چاؤدنو سره د وسله والو وژونکو بريدونو خبرونه مخې ته راځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: