چهارشنبه , اکتوبر 16 2019
کور / خبرونه / مومندو ایجنسۍ کې د اختر په ورځ پر پاکستاني پوځ برید شوی

مومندو ایجنسۍ کې د اختر په ورځ پر پاکستاني پوځ برید شوی

برید پرون د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د مومندو ایجنسۍ د خویزو بایزو سب ډویژن منزري چینې سیمه کې د نامالومه وسلوالو لخوا تر سره شوی

د عیني شاهدانو په وینا برید هغه مهال ترسره شو کله چې پوځیان د خپلو پوستو شاوخوا ناست وو

د برید مسؤلیت د پاکستاني طالبانو د حزب الاحرار وسلوالې ډلې وياند
ډاکټر عبدالعزيز يوسف زي ټرایبل نیوز ته په یوه راستول شوي بریښنالیک کې منلی
نوموړي ادعا کړې چې په یاد برید کې دوه پوځیان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي

د پوځ تعلقات عامه آيي ایس پي آر لا تر وسه په دې اړه څه نه دي ویلي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: