پنجشنبه , سپتمبر 19 2019
کور / خبرونه / مومند ایجنسي: تحصیل ساپو کې د چاودنې له امله ۳ ماشومان ژوبل شوي

مومند ایجنسي: تحصیل ساپو کې د چاودنې له امله ۳ ماشومان ژوبل شوي

د مومندو په ساګي سیمه کې د مائن چاودنې درې ماشومان ژوبل کړي دي.
چاروکي وایي دخیبر پښتونخوا د قبائیلي سیمې مومندو ایجنسي د ساپي تحصیل په ساګي سیمه کې د خالي/شنبې د ورځې په سحر د مائن یوه چاودنه شوې چې پکې درې ماشومان ژوبل شوي دي،
پېښه کې ژوبل شوي ماشومان د علاج دپاره روغتون ته رسول شوي چې یو حالت پکې مرګونی ښودل کیږي.
د روغتون ډاکترانو رسنیو ته ویلي چاودنه کې ژوبل ماشومان افتخاراحمد ۱۲کلن،مکمل شاه ۱۰کلن اؤ بلال ۱۵کلن دی.
تر اوسه هیڅ یوې ډلې ددې چاودنې پړه په غاړه نه ده اخستې، تر دې وړاندې هم دمومندو ابجنسي په بیلابیلو سیمو کې دمائنونو چاودنو کې په شلګونو کسان وژل شوي اؤو ژوبل شوي دي.

د یادونې وړ ده قبایلي سیمې د پاکستاني پوځ لخوا په بمونو پوښل شوی دي چې وخت نا وخت په ملکي خلکو دغه ډول بمي چاودنې کېږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: