جمعه , نوومبر 22 2019
کور / خبرونه / بين المللي / مکنزي:افغانستان کې د داعش شتون د امریکا ګټو ته خطر دی

مکنزي:افغانستان کې د داعش شتون د امریکا ګټو ته خطر دی

د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال فرانک مکنزي وایي، داعش ډله له افغانستانه د امریکا ګټو ته جدي خطر دی او د امریکا هڅو د داعش د ځپلو په برخه کې تر اوسه داسې پایله نه ده ورکړې چې دا ډله له بریدونو وغورځوي. هغه ویلي داعش نه یوازې پر امریکا بلکې پر نورو اروپایي هېوادونو هم د برید کولو پلان لري. مکنزي ویلي، څو پورې چې داعش تر سختو فشارونو لاندې وي پر امریکا د برید کولو زړه نه شي کولی خو دا ډله اوس تر هغو فشارونو لاندې نه ده چې دا وړتیا ونه لري. نوموړی چې په عراق او افغانستان کې د جګړو تجربه لري وایي، داعش ډلې تر اوسه له افغانستانه د خپل فعالیت ساحه نه ده پراخه کړې خو دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده. نوموړی دا خبرې په داسې حال کې کوي چې روسیې او ایران په وار وار خپله امریکا په افغانستان کې له داعش ډلې سره پر مرستې کولو تورنه کړې خو امریکا بیا دا یوازې تورونه بللي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: