یکشنبه , دسمبر 15 2019
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / میا افتخارحسین: پاکستان بې له افغانستان څخه پرمختګ نشي کولی

میا افتخارحسین: پاکستان بې له افغانستان څخه پرمختګ نشي کولی

افتخار حسین وایي چې، د پاکستان د دایمي پرمختګ لپاره له افغانستان سره ښې اړیکې اړینې دي هغه زیاته کړه چې پاکستاني حکومت ته په کار ده چې اوس مهال، له افغانستان سره ښې اړیکې په خپل لومړیتوب کې حساب کړي او اړین ګامونه پورته کړي.
نوموړي زیاته کړې چې، پاکستان که د پرمختګ فکر لري او له افغانستان سره اړیکې ښې نه کړې نو دا هیلې به یې په اوبو لاهو شي په خبره یې د پاکستان د پرمختګ کیلې له افغانستان سره ده او پاکستانی حکومت په دې برخه کې ډیر بې غوره حرکت کوي او همدا به د پاکستان د وروسته پاتې کېدو لامل کیږي.
د پاکستان د ملي عوامي ګوند دغه مشر میا افتخار حسین پر ډیورنډ فرضي کرښه د پاکستان اقدامات هم غندلي دي نوموړي ویلي دي چې، په دې سیمه کې باید سختۍ ختمې کړل شي او پر خلکو دې قیودات نه لګول کېږي.
افتخار حسین د عمران خان پر دې پرېکړه هم نیوکه کړې چې، هندي زیارت کوونکو ته یې له ویزې پرته د تګ راتګ اجازه ورکړې.
ده ویلي د پاکستان دا ډول پریکړه چې، د هند زیارت کوونکو ته سهولت برابروي او برعکس ډیورنډ فرضي کرښه باندې یې بیا سختۍ او قیودات ډېر کړي دي او ورځ تربلې پر دې کرښې تګ راتګ د سختېدو په حال دی.
د دې فرضي او نه منل شوې کرښې دواړه غاړه اوسېدونکي د دې پر خلاف دي او وایي، هیڅکله به دا ډول نه منل شوې کرښې دواړه غاړه میشت پښتانه قومونه سره بیل نه کړي.
اوسمهال د دغې تپل شوې کرښې دواړه غاړه پښتانه میشت دې او کلکې اړیکې سره لري او وخت نا وخته بیا دواړو لوریو ته پر همدې کرښه نیوکې هم ډیرې دي.
خو میشت پښتانه وایي پاکستانی حکومت له ټولو اصولو خلاف بیا هم پر دې کرښه خپل تاسیسات ورځ تر بلې پراخوي او ځان په حقه بولي.
خو افغان حکومت بیا وایي چې، په هیڅ صورت به دا کرښه په رسمیت ونه مني او نه به هم چاته پر دې کرښه د کار کولو اجازه ورکړي.
په ١٨٩۳ کال کې د ډيورنډ کرښه د يوه برتانوي چارواکي له خوا راکښل شوه چې، د هغه وخت د برتانوي هند او افغانستان ترمنځ وه، خو افغان چارواکو هيڅکله د نړيوالې پولې په توگه ونه منله.
په ١٩٤٧ کال کې چې پاکستان جوړ شو او د اوسني خيبر پښتونخوا او بلوچستان سيمې په کې شاملې شوې کابل بيا هم دغه پوله ونه منله.
د ډيورنډ کرښه د ډيرو په گومان د کابل او اسلام اباد د ډېرو لانجو اصلي دليل دى.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: