دوشنبه , اکتوبر 14 2019
کور / خبرونه / افغانستان / میدان وردګو کې د وژل شوي امریکایي پوځي هویت په ډاګه شو

میدان وردګو کې د وژل شوي امریکایي پوځي هویت په ډاګه شو

پنټاګون دسپټمبر پر ۱۶ مه میدان وردګ ولایت کې د وسلوالو طالبانو له لوري دخپل وژل شوي لوړ رتبه پوځي هویت اعلان کړ.
پنټاګون وایي، یاد پوځي د ځانګړو ځواکونو لوړ رتبه افسر ۴۰ کلن جیریمي ډبلیو ګریفین نومیږي.
اعلامیه زیاتوي، نوموړی د جنوبي امريکا په پانامه ښار کې زيږيدلی وو، د امريکا له تنسي ايالت څخه پوځ ته داخل سوی وو او دا یې دباندي څلورم پوځي ماموريت ؤ.
دیادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې طالبانو دهیواد په لر اوبر کې دداخلي او خارجي ځواکونو بر ضد شدیدې جګړې پیل کړي چې ددرندې مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: