یکشنبه , دسمبر 15 2019
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / ناټو به په راتلونکو دوو ورځو کې په یوه مهمه غونډه کې د افغانستان په اړه خبرې کوي

ناټو به په راتلونکو دوو ورځو کې په یوه مهمه غونډه کې د افغانستان په اړه خبرې کوي

ناټو به په راتلونکو دوو ورځو کې په یوه مهمه غونډه کې د افغانستان په اړه خبرې کوي. ټاکل شوې چې د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانو غونډه د روانې میاشتې په درېیمه او څلورمه نېټه په لندن کې جوړه شي. په دې غونډه کې د غړو هېوادونو ولسمشران ګډون کوي او پر بېلو مسایلو خبرې کېږي. ناټو چارواکي وايي چې په دې غونډه کې به د نورو مسایلو تر څنګ په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پر ماموریت او راتلونکې خبرې کېږي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي دوی به همدا راز پر دې هم خبرې وکړي چې څنګه وکړی شي داعش ډله په بشپړه توګه له افغانستان ورکه کړي او همدا راز اجازه ور نه کړي چې دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو پر مرکز بدل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: