پنجشنبه , نوومبر 21 2019
کور / خبرونه / بين المللي / ناټو: طالبان دې له سیاسي لارو افغان جګړې ته د پای ټکی کېږدي

ناټو: طالبان دې له سیاسي لارو افغان جګړې ته د پای ټکی کېږدي

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ المان ته د سفر پر مهال ویلي، څو پورې چې طالبانو له تاوتریخوالي لاس نه وي اخیستی، دوی له افغانستانه نه وځي. هغه زیاته کړې، طالبان له نظامي لارو افغان ځواکونو ته ماتې نشي ورکولی او په دې توګه دې هیڅکله د واک خوب نه ویني.

نوموړي ویلي، په افغانستان کې له ستونزو سره سره پام وړ پرمختګونه هم شوي دي.

هغه ویلي، افغان امنیتي ځواکونه هغه دنده پر مخ وړي چې مخکې د نړیوالو ځواکونو پر غاړه وه او دا د دې ښکارندویي کوي چې دوی پیاوړي شوي او طالبان له نظامي لارو نشي کولی واک تر لاسه کړي، نو غوره به وي چې خبرو اترو ته غاړه نرمه او له سیاسي لارو په دې هېواد کې روانې اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

سټولټنبرګ د افغان ځواکونو پر ملاتړ د ټینګار تر څنګ ویلي، له نړیوالي ترهګرۍ سره د مبارزې تر ټولو غوره لار دا ده چې دوی د افغان ځواکونو ملاتړ او روزنې ته دوام ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: