دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / افغانستان / نبیل:پاکستان ته تللي سیاست وال د پاکستان جاسوسان دي

نبیل:پاکستان ته تللي سیاست وال د پاکستان جاسوسان دي

ولسمشریز نوماند او د ملي امنیت پخوانی لوی ریس رحمت الله نبیل په ضمني ډول پاکستان کې د سولې ناستې ته ورغلي افغان سیاستوال دغه هېواد ته په جاسوسۍ تورن کړل.

نبیل پرخپلې فیسبوک پاڼې د ورغلو سیاستوالو یو عکس خپور کړی او ورسره یې لیکلي، چې له دغه سفر سره یې د پاکستان کار اسانه کړ.

د ده په وینا دوی مخکې په محرمو ټلیفونونو د پاکستان هدایات اخیستل، خو اوس له نیږدې ورغلل او دا کار یې وکړ.

په عکس کې حنیف اتمر، ګلبدین حکمتیار، سید حامد ګیلاني، عطامحمد نور، کریم خلیلي او یو شمېر نور سیاستوال له پاکستاني خارجه وزیر شاه محمود قریشي سره لیدل کیږي.

دغو سیاستوالو داسې تور ته کوم ځواب نه دی ویلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: