شنبه , دسمبر 14 2019
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / بين المللي / نشنل انټرسټ: افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور د جګړې د اوږد والي لامل ګرځي

نشنل انټرسټ: افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور د جګړې د اوږد والي لامل ګرځي

امریکايي نشنل انټرسټ نشریه لیکي په افغانستان کې د امریکا جګړه خورا اوږده شوه او د ختمولو یوازینۍ لار یې دا ده، چې واشنګټن خپل ځواکونه وباسي او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره مذاکرات ادامه پیدا کړي.

سرچینه کاږي افغان ځواکونه پیاوړي دي او همدا راز یې شمېر هم تر طالب وسله والو ډېر دی، ددې تر څنګ خلک هم د طالبانو د حکومت له بیا راګرځېدو سره موافق نه دي نو هغه وېرې چې ګواکي د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره به افغان حکومت سقوط شي بې ځایه دي.

په مطلب کې وړاندې راځي چې امریکايي ځواکونه باید له افغانستان ووځي، پر ځای یې دې د افغان ځواکونو ملاتړ وشي او د افغانستان سیمه ییز متحدین دې له دغه هېواد سره همکارۍ ډېرې کړي.

نشنل انټرسټ ټینګار کوي چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو او د افغان پوځیانو په ملاتړ افغانستان ته امنیت او دایمي ثبات راتللی شي، خو ددغه ځواکونو حضور د جګړو د اوږدېدو او سولې د ځنډېدو سبب ګرځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: