دوشنبه , اکتوبر 14 2019
کور / خبرونه / نشنل انټرسټ: امریکا باید په اسلام اباد او ریاض فشار راولي

نشنل انټرسټ: امریکا باید په اسلام اباد او ریاض فشار راولي

نشنل انټرسټ نشریه د افغانستان په اړه په یوه اوږده مطلب کې لیکي دا یو ښکاره حقیقت دی چې امریکا به د اوږده مهال لپاره په افغانستان کې حضور ولري. د نشریې په خبره که امریکا له افغانستان وځي نو ددغه هېواد هر ګاونډی به هڅه کوي چې په دې هېواد کې مداخله وکړي او خپلې موخې تعقیب کړي. سرچینه کاږي د افغان جګړې د دایمي ختمېدو لپاره امریکا باید تر هر څه وړاندې پر اسلام اباد او ریاض فشار راولي، څو د طالب وسله والې ډلې مالي سرچینې وچې شي. نشنل انټرسټ لیکي که پاکستان د طالبانو له ملاتړ لاس واخلي نو افغانستان ته د امنیت او دایمي سولې راتګ خورا اسانه کېږي. دغه نشریه د افغانستان د ګاونډیو اندېښنې هم مهمې بولي او په وینا یې که امریکا په افغانستان کې د نظامي اډو او حضور غوښتونکې ده، نو مهمه خبره دا ده چې ددغه هېواد ګاونډیان ډاډه کړي او خپل پلانونه ورته واضح کړي. سرچینه کاږي تر هغه چې د افغانستان ګاونډيان د امریکا له حضور اندېښمن وي نو د وسله والو ډلو ملاتړ به هم کېږي او دلته به جګړه هم ختمه نه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: