سه شنبه , سپتمبر 22 2020
کور / پښتو ادب / نظــــــــــم (وړې کيســـــــــې)خالد خراساني

نظــــــــــم (وړې کيســـــــــې)خالد خراساني

وړې کیسې!!!

هجرت اسان وو څو وړې وړې کیسې پکې وې
خو دومره ده چې”دا وړې کیسې مې نه هیرېږي”
———–ـ
هجرت اسان وو ډېر اسان، خو دا یوه خبره
وېش او تالان د پلار نیکۀ مو د هډوکو لیدۀ
زیړی ماښام وو ماشومان مو وو یخنۍ اخستي
نری لوګی مو د خپل کور د غرۀ له څوکو لیدۀ
———–ـ
ھجرت اسان وو دومرہ ډېر مشکل خو نه وو پکې
خو لار اوږده وه پرېښودل مو په صحرا شهیدان
په لار کې ځای په ځای مو نښې جوړېدې د قبرو
ورونه، یاران، زلمي زامن مې د کاکا شهیدان
———–ـ
هجرت اسان وو خو دې لږ شان خفه کړی وومه
چې راسره وې بورې مېندې، سر ګګرې خوېندې
څه په وړو وړو خبرو مرورې به شوې
کونډې او بورې او سرتورې، مهاجرې خوېندې
———–ـ
هجرت اسان وو دا دی راغلم خو هغه پاتې شوه
په چا مئین چې وم، هو! خوښه شوه بېلتون ته لیلا
هوش ماته وخوړه، قمار د سر او مال يې بایلو
په غېږ کې څانګې وانګې پرېوته جنون ته لیلا
————-ـ
هجرت اسان وو کور مو پرېښود خو لا هغه شانه
هره اونۍ کې یو هجرت کول، یو کور بدلول
خپل په بلا ووله د بل کور کې هم نه یو ارام
کور پسې کور بدلول، نور بدلول، نور بدلول
———–ـ
ھجرت اسان دی خو خبرہ دا یوہ پکې دہ
چې په ګلونو مې سمسور هدیره یوْه خو نه ده
یار! د خالد یاران څۀ یو زندان کې نه دي پراتۀ!
د هجرت کور کې هم د کور هدیره یوْه خو نه ده
د پردي کلي هدیره کې مو خخ کړی پلار دی
یو نری درد مې زړه ته کوز دی او لا پوخ ایسار دی
ـــــــــــــــــــــــ
خالد خراساني
۱۸ جولایي ۲۰۱۹
شاعر خالد خراساني نه په مننې!
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
#ٹرائبل_نیوز کې د “پښتو ادب” اړونده مواد هم خپریږي که تاسو هم د پښتو ادب کې برخه اخلئ نو اړیکه راسره ونیسئ
Tribalnews.net@gmail.com

يوه تبصره

  1. Aw, this was an incredibly good post. Spending some time and actual effort to make a very good article… but what can I say… I put things off a lot and don’t seem to get anything done.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: