شنبه , اګست 15 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ننګرهار: د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ولسي وګړي وژل شوي

ننګرهار: د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ولسي وګړي وژل شوي

راپورونه وایي چې تیره شپه افغان_امریکایي ځواکونو د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر کورونو عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې د سیمې خلکو ته د سر او مال دروند زیان وراوښتی دی.
ځایي خلک وایي، چاپه د یادې ولسوالۍ اړوند “بلل خیلو” سیمه کې وهل شوې چې پر مهال یې ګدوځواکونو د یوه ښوونځي د ښوونکي په ګډون څلور ۴ تنه عام کلیوال وژل شوي دي.
یو شمیر سرچینې وایي چې چاپه پر یوه طالب قوماندان چې سیمې کې یې د داعش ضد جګړه رهبري کوله وهل شوې او نوموړی هم دغو عملیاتو کې وژل شوی دی.
د ځایي خلکو په وینا، امریکایي او داخلي عسکرو د ملکي خلکو د کورونودروازې ماتې کړې، مالونه یې چورکړي او خورا وحشیانه چلند یې ورسره کړی دی.
دا چاپه وروسته تر هغه وهل کیږي چې د خوږیاڼو ولسوالۍ مهمې او ستراتیژیکې سیمې طالبانو د داعشي ملیشو له شتون څخه پاکې کړې او دغه سیمه یې امن اعلان کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: