چهارشنبه , جنوري 22 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ننګرهار ولایت کې بمي چاودنې پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې

ننګرهار ولایت کې بمي چاودنې پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې

د راپورونو له مخې نن سهار شاوخوا اته نیمې بجې د جلال اباد ښار په پنځمه ناحیه کې ،د کابل اډې ته نږدې پر یوه رنجر موټر د مقناطیسي ماین چاودنه شوې ده ،په پېښه کې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي. د پېښې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو ځايي چارواکي وايي چې په اړه یې پلټنې روانې دي او معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي. عیني شاهدان هم ددوو کسانو د پټي کېدو او یوه کس د وژل کېدو خبره کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: