دوشنبه , اکتوبر 14 2019
کور / خبرونه / ننګرهار ولایت کې هوایي برید ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

ننګرهار ولایت کې هوایي برید ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

د ننګرهار ولايت خوګياڼو ولسوالۍ مربوط د وزيرو تنګي سیمه کې د ګډو ځواکونو له خوا هوايي برید شاوخوا سل کسانو ته مرګ زوبله اړولې ده.

د اشرف غني سلاکارت جاويد زمان وايي، بريد په هغو کسانو شوی چې په تنګي کې يې جنغوزي شکول.

د نوموړي په وينا، تر اوسه د شل کسانو کاریګرو جسدونه موندل شوي او کليو ته راوړل شوي دي.

دغه راز د ولايتي شورا غړي اجل عمر ويلي، بریدونه د بې پيلوټه الوتکې له خوا ترسره شوي چې په وينا يې ديرش کسان وژل شوي او څلويښت نور ټپيان دي.

ځايي اوسيدونکي وايي، د يوسل پنځوس کسانو په شاوخوا کې کاريګرو جنغوزي شکول چې بيګا د شپې يوه بجه پرې بمباري پيل شوه.

د سيمې یو تن اوسيدونکو وويل، د پنځوس کسانو په شاوخوا کې کاریګر وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي چې لا هم د بمبار په سیمه کې پاتې دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د ګډو ځواکونو په هوايي بريدونو کې ملکي وګړي په نښه کيږي بلکې تر دې مخکې هم په شپنيو عملياتو او هوايي بريدونو کې ودونه، کلي او جنازې بمبار شوي چې ډله ييز ډول پکې لسګونه ملکي کسانو ته تلفات اوښتي خو چارواکي يې په اړه چوپه خوله دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: