چهارشنبه , اکتوبر 16 2019
کور / خبرونه / افغانستان / ننګرهار ولایت کې ځانمرګي برید مرګ ژوبله اړولې ده

ننګرهار ولایت کې ځانمرګي برید مرګ ژوبله اړولې ده

برید د جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کې د خالص فامیلیو په سیمه کې د چپرهار ولسوالۍ د محلي پولیسو د قومندان زمري پر موټر شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند هم وايي چې په برید کې ۸ تنه وژل شوي دي. لا معلوم نه دي چې نور وژل شوي او ژوبل شوي کسان څوک دي.

د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند فرید خان امریکا غږ ته وویل چې په برید کې قومندان زمری هم وژل شوی دی.

ویل کیږي چې شاید د وژل شویو او زخمیانو شمېر زیات شي. لا کومې ډلې د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: