دوشنبه , اکتوبر 14 2019
کور / خبرونه / افغانستان / ننګرهار ولایت کې چاودنې ګڼه مرګ ژوبله اړولې

ننګرهار ولایت کې چاودنې ګڼه مرګ ژوبله اړولې

د افغانستان په ختیځ ننگرهار ولایت کې چاودنه شوې،چې پکې ١٠ مړه او ٢٩ نور ټپیان دي د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي دي چې نن د مازیګر د څلورنیمو بجو په شاوخوا کې د جلال آباد ښار د دریمې حوزې په سیمه کې د ملي پوځ د جلب او جذب (برتي کولو) د کاسټر موټر ته څېرمه په زرنج موټر سایکل کې ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو چاودنه رامنځته شوې ده.

پیښه کې ۱۰تنه مړه شوي او ۲۹ تنه نور ټپيان شوي دي په ټپیانو او مړه شویو کسانو کې زیات ملکي وګړي دي
د پېښې ټپيان حوزوي روغتون ته لیږدول شوي چې د یو شمیر ټپیانو حالات هم نازک ښودل شوی دی. په مړو شویو کسانو کې یو ماشوم هم شامل دی.
تراوسه د پېښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: