جمعه , نوومبر 22 2019
کور / خبرونه / افغانستان / ننګرهار: پر ګوشتې ولسوالۍ نن یو ځل بیا پاکستاني پوځ توغوندي توغولي

ننګرهار: پر ګوشتې ولسوالۍ نن یو ځل بیا پاکستاني پوځ توغوندي توغولي

د ټرایبل نیوز ځايي سرچینې د راپور له مخې ویل شوي نن یو ځل بیا پاکستاني پوځیانو د ګوشتې ولسوالۍ په سرحدي سېمه راکټي بریدونه کړې دي.

یاد راکټي بریدونه د ګوشتې ولسوالۍ د سلاله په سېمه توغول شوي دي ځایي اوسېدونکي راکټي بریدونه تایدوي او زیاتوي چې دغه راکټونه نن مازیګر مهال په شپږو بجو د وچتل کلي ته څېرمه په کلیو او بانډو لګیدلي دي چې له امله یې د خلکو په زړونو کې وېره او ترهه خپره شوې ده.

د یادونې وړ ده چې یاد راکټي بریدونو چاته ځاني او مالي زیان نه دی رسولی خو د خلکو ژوند یې د ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل هم یادې ولسوالۍ ته سفر کړی وو چې د سفر په ترڅ کې د ولسوالۍ مخورو سپینږیرو او علماؤ سره یې لیدنه کړې وه. په دغه لېدنه کې د سیمې مخورو مشرانو والي ته د پاکستان له لورې د ګوشتې ولسوالۍ په لرې پرتو سیمو او کلیو د ړندو راکټي بریدونو خبر هم ورکړی وو.

هېره دې نه وي چې د پاکستان پوځ له تیرو دوو کلونه راهسې د ډیورنډ په نامنل شوې کرښه غیر قانوني د ازغن تار لګول پیل کړي چې له امله یې د کرښې دواړو غاړو ته میشت پښتانه په دوه برخو وېشلي دي چې وخت ناوخت په پاکستاني پوځیان له دې امله راکټي او توپچي بریدونه کوي چې خلک کډو کولو ته مجبور او سېمه تخلیه کړي که څه هم د ګوشتې ولسوالۍ يو شمېر سرحدي سیمو کې کلي د دوی له خونړیو بریدونو له کبله پخوا هم خلکو کډې کړي او سیمه یې پريښې ده او د ننګرهار ولایت بېلا بېلو ولسوالیو ته کډوال شوي دي.

د یاد برید په تړاو د ولسوالۍ مقام کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: