یکشنبه , دسمبر 15 2019
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / ننګرهار کې د ۴۹ میلیونو افغانیو په لګښت پیل شوې بېلا بېلې پروژې بشپړ شوي دي

ننګرهار کې د ۴۹ میلیونو افغانیو په لګښت پیل شوې بېلا بېلې پروژې بشپړ شوي دي

د جلال اباد ښاروال روح الامين حسن ويلي، د ښار اړوند اتمې ناحيې په مربوطاتو کې د څه باندې ۳۱ ميليونو افغانيو په لګښت د ويالو، پلچکونو او کوڅو جوړونې پروژې ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.

هغه ويلي، په يادو پروژو کې د ۲۵ سلنه ولسي ونډې په اخيستو سره څه باندې ۳۱ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د شپږو مياشتو په موده کې يې چارې تر سره شوې دي .

‏د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار د کانال ریاست له لوري د اسیا پراختیایي بانک په اتلسو میلیونو افغانیو مالي لګښت په سره رود، بهسودو، بټي کوټ، غني خېلو او مومندرې ولسوالیو کې د اوبو لګولو ۱۱ فرعي کانالونه له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته سپارلي دي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: