یکشنبه , دسمبر 15 2019
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / ننګرهار: ګڼ شمېر داعش وسله وال سره د کورنیو دولت ته تسلیم شوي

ننګرهار: ګڼ شمېر داعش وسله وال سره د کورنیو دولت ته تسلیم شوي

د ننګرهار ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې افغان امنيتي ځواکونو ته ۳۱ داعش وسله وال د ۶۲ مېرمنو او ماشومانو سره يو ځای تسليم شوي دي.
د معلوماتو له مخې يادو داعش وسله والو يو شمېر درنې او سپکې وسلې هم امنيتي ځواکونو ته تسليم کړي دي.
په ورته وخت کې د شينوارو او بټي کوټ ولسواليو په مربوطاتو کې امنيتي منسوبينو درۍ کړۍ ماينونه، چې د وسله والو طالبانو له لوري په عامه لارو کې ځای پر ځای شوي و کشف او له منځه وړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: