دوشنبه , اکتوبر 14 2019
کور / خبرونه / افغانستان / نړیوال روغتیايي بنسټ: افغانستان د شرابو په څکلو کې دویم ځای خپل کړی

نړیوال روغتیايي بنسټ: افغانستان د شرابو په څکلو کې دویم ځای خپل کړی

د نړیوال روغتیایی بنسټ د معلوماتو پر بنسټ افغانستان د نړۍ په ۱۸۹ هېوادونو کې دویم ځای پر دې اساس خپل کړی چې ، شراب څښوونکي یې ډیر شراب څښي.
د شوې سروې له مخې هر هغه افغان وګړی چې پنځلس کاله عمر یې پوره کړی دی، او په دوامداره توګه شراب څښي، په ۲۰۱۶ کال کې په اوسط ډول ۳۳.۵ ليټر خالص شراب څښلي دي، چې دغه شمېر په ۲۰۱۰ کال کې ۱۸.۹ لیټر ؤ.
تونس هېواد بیا لومړی ځای خپل کړی دی، په دغه هېواد کې بیا د شرابو څښوونکو په ۲۰۱۶ کال ۳۶.۶ ليټر خالص الکول څښلي دي.
له تونس او افغانستان ورسته ترکيه، ایران، او لبنان هېوادونه په دریم، څلورم او پنځم ځای کې قرار لري.
افغانستان په داسې حال کې دویم هېواد بلل شوی چې، د اسلامي نظام په درلودلو سره د شرابو څښل ناروا عمل بلل کیږي، خو د قاچاق له لارې په لوړه کچه افغانستان ده راوړل کیږي.
همدا وجه ده چې د شرابو بیه افغانستان کې تر نوروهېوادونو لوړه ده، او د شرابو کارکوونکي یا پلورونکي په پټه کار کوي، دا چې افغانستان کې شراب حرام دي او تولید یې په پټه ترسره کیږي، او له روغتیايی څارنې پرته جوړیږي نو د روغتیا لپاره خطرناک او ځینې وخت د څښوونکي د مرګ لامل ګرځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: