دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / بين المللي / نیویارک ټایمز مجلې د طالبانو او افغان دولت تر منځ د اور بند په وړاندیز اندېښنه ښودلې

نیویارک ټایمز مجلې د طالبانو او افغان دولت تر منځ د اور بند په وړاندیز اندېښنه ښودلې

نیویارک ټایمز طالبانو ته د سولې په برخه کې د افغانستان د حکومت د نوي وړاندیز مساله څیړلې ده.
د ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب د سې شنبې په ورځ (عقرب/لړم ۷مه) په کابل کې خبرې غونډې ته وویل، حکومت به له طالبانو سره د سولې خبرې په دې شرط وکړي چې دا ډله یو میاشتنی اوربند وکړي.
د ورځپاڼې په باور، ښایي له دې شرط سره د سولې خبرې نورې هم پیچلې شي او طالبان له دې سره مخالفت وکړي.
طالبانو بیا بیا د افغانستان له حکومت سره د سولې له مخامخ خبرو سره مخالفت کړی او هغه وخت هم دې خبرو ته چمتو نه و چې ولسمشر اشرف غني پرته له شرطه له دوی سره خبرو ته حاضر و.
طالبانو ویلي چې هغه وخت د حکومت له استازیو سره خبرو ته چمتو کیږي چې حکومتي استازي د بین الافغاني پلاوي برخه وي او واشنګتن اعلان کړی وي چې خپل پوځیان له افغانستانه باسي.
نیویارک ټایمز د غربي چارواکو په وینا لیکي، هغه مهال د طالبانو او د افغانستان حکومت استازي ښایي مخامخ خبرو ته چمتو شي چې د دواړو لوریو ترمنځ اعتماد پیاوړی شي او د باور پیدا کېدو لپاره مثلا کېدای شي چې زندانیان سره تبادله کړي او د شخړو د کمېدو ژمنې وکړي.
ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان د حکومت د مشروطې سولې په اړه د طالبانو استازیو ویلي چې دوی په خپل پخواني دریځ ولاړ دي، امریکایي ځواکونه دې ووځي، د دې په بدل کې به طالبان د القاعده په څېر له ترهګرو ډلو سره رابطه قطع کړي او بیا به بین الافغاني خبرې وشي چې په هغه کې به هم اوربند وار له مخه شرط نه وي، خو کېدای شي چې د نورو موضوعاتو ترڅنګ پر اوربند بحث وشي.
نیویارک ټایمز بیا په قطر کې د طالبانو دفتر د ویاند سهیل شاهین خبرې رااخیستي چې له امریکایي پلاوي سره د طالبانو د نهو پړاوو خبرو ته اشاره کوي او وایي، د سولې خبرې بشپړې شوې دي، په موافقه کې د اوربند په ګډون ټولو سوالونو ته ځواب ویل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: