شنبه , اګست 15 2020
کور / خبرونه / افغانستان / هرات ولایت کې چاودنه شوې ده

هرات ولایت کې چاودنه شوې ده

هرات ښار کې تېر ماښام یو پلي ځانمرګي بریدګر موخې ته له رسېدو وړاندې ځان ته چاودنه ورکړې، چې یو تن په کې وژل شوی او اته تنه نور ملکي وګړي پکې ټپيان دي. دهرات امنیه قومندان وايي، بریګر غوښتل چې د دویمې حوزې اړوند ساحه کې د امام هادي تکیه خانه کې برید ترسره کړي خو موخې ته تر رسېدو مخکې یې چاودنه کړې. د هرات د ملکي روغتون مسوولین وايي د پېښې له ځایه یو جسد او اووه ټپیان وروړل شوي چې په ټپیانو کې یوه مېرمن هم شامله ده . تراوسه د دغه پيښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: