یکشنبه , دسمبر 15 2019
تازه سر ټکي
کور / پوهنه / هلمند: ځوانانو ته د فکري پیاوړتیا د لکچر ورکولو نوی پروګرام دایر شو

هلمند: ځوانانو ته د فکري پیاوړتیا د لکچر ورکولو نوی پروګرام دایر شو

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو عمومي مدیریت له لوري په عامه کتابتون کې د فکري پياوړتیا پروګرام دایر سو.
په یاد پروګرام کې د فعال ځوان ښاغلي دلاور پردیس له لوري د فکري پياوړتیا پروګرام ګډونوالو ته د افغانستان د جغرافیوي او جیوپلوټیکي موقعیت د ارزښت،ځانګړتیاو، ګټو، او محدویتونو په تړاو هر اړخیز لکچر وړاندي کړ.
د فکري پياوړتیا پروګرام د ګډونوالو له لوري د یاد لکچر تود هرکلی وسو، او د افغانستان د جغرافیايي موقعیت د ارزښت په تړاو یې بحثونه ترسره کړل.
د یادونې وړ ده چې د فکري پياوړتیا پروګرام له لاري د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو عمومي مدیریت تل هڅه کړې ترڅو ځوانانو ته اغیزمن لکچرونه ترتیب او وړاندي کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: