جمعه , اګست 23 2019
کور / خبرونه / پاکستان / هند هغه پیلوټ ته د زړور توب میډال ورکړ کوم چې پاکستان بېرته خوشې کړی وو

هند هغه پیلوټ ته د زړور توب میډال ورکړ کوم چې پاکستان بېرته خوشې کړی وو

د هند تر کنټرول لاندې کشمیر یو مشهور سیاستوال په ډیلي هوايي ډګر کې له نیول کېدو وروسته بېرته سیمې ته استول شوی دی. شاه فیصل یو له هغو سیاستوالو و چې په کشمیر کې د تېرو دوه اوونیو د تاوتریخوالي او احتجاجونو پر مهال د هندي چارواکو لخوا نه و نیول شوی.

دا تاوتریخوالی وروسته له هغه پیل شو چې هند په یوه ناڅاپي ګام د کشمیر ایالت ځانګړی حیثیت ختم کړ او د دې سیمې نیمه خپلواکي یې ختمه کړه.

شاه فیصل له دې مخکې پرون (سه شنبه) له بي بي سي سره خبرو کې ویلي وو چې لومړي وزیر نرېندرا مودي په رڼا ورځ اساسي قانون له منځه وړی دی.

د رپوټونو له مخې شاه فیصل هغه مهال د نوي ډیلي په هوایي ډګر ونیول شو چې غوښتل یې ترکیې ته الوتنه وکړي. لا څرګنده نه ده چې نوموړی د هند تر ولکې لاندې کشمېر کومې برخې ته بېرته استول شوی، خو ناتائید شوي رپوټونه وایي چې شاه فیصل په خپل کور کې نظر بند شوی دی.

پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، ‘د هند لوټې ځواب به په تیږه ورکړو’

نن اګست ۱۴ مه د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د پاکستان غاړې کشمېر کې لومړي وزیر عمران خان په خپله وینا کې ویل چې غواړي د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي ته پیغام واستوي چې د خښتې ځواب به په تیږې ورکړو او دې کار له پاره د پاکستان پوځ او ولس یوه خوله دي.

نوموړي وویل نریندرا مودي باید داسې ګومان ونه کړي چې اوس کولای شي کشمېریان غلامان کړي.

عمران خان وویل چې د دې امکان شته چې هند خپلې غاړې ته کشمېر نه د پام اړولو له پاره د پاکستان غاړې کشمېر کې کوم اقدام وکړي.

د پاکستان لومړي وزیر وویل چې د کشمېر مسله به په ملګرو ملتونو کې یاده کړي چې په هکله یې اقدام وکړي ځکه چې په وینا یې اوس د کشمیریانو سترګې ملګرو ملتونو ته دي.

پیلوټ ابهینندن د دواړو هېوادونو تر منځ د رسمي اسنادو له تبادلې وروسته هند ته سپارل شوی و په یوه جلا ګام کې د هند حکومت د خپلواکۍ جشن په مناسبت ابهینندن ورتمان نومي هغه پوځي پیلوټ ته، چې څه موده وړاندې یې جنګي الوتکه پاکستان کې ولوېده او دی د پاکستاني پوځیانو لخوا ونیول شو، پوځي مډال ورکوي. د ویر چکر په نامه دغه مډال هند دریم تر ټولو لوی پوځي مډال بلل کېږي.

دغه مډال هغو پوځیانو ته ورکول کېږي چې د جګړې په ډګر کې زړورتیا وښيي.

د ابهینندن الوتکه پاکستاني پوځیانو هغه مهال نسکوره کړه چې د رپوټونو له مخې د دواړو هېوادونو تر منځ د کشمیر له وېشونکې کرښې (اد الوتکې له ویشتل کېدو وروسته ابهینندن د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې د پراشوټ په مرسته را کښته شو، او پاکستاني پوځیانو لخوا ونیول شو.

له دې پېښې څو ورځې وروسته د پاکستان لومړي وزیر عمران خان اعلان وکړ چې د سولې په خاطر او د ښه ګاونډیتوب په نیت دغه هندی پیلوټ ازادوي او بېرته یې هند ته سپاري، چې وروسته بیا همداسې وشول.

پاکستان دغه پېښه پر خپل هوايي حریم د هند تېری وباله، خو هندي چارواکي ادعا کوي چې د پاکستان له لوري د دوی پر پوځي هدفونو بریدونه شوي وو، چې په هوايي جګړه کې د دوی ځواکونو یوه ایف ۱۶ ډوله پاکستانۍ الوتکه نسکوره کړه.

د یادونې ده چې پیلوټ ابهینندن ته د زړورتوب مډال (د پاکستانۍ الوتکې ویشتلو) له کبله د اتلولۍ پر بنسټ ورکول کېږي. خو پاکستان د خپلې الوتکې ویشتل کېدو خبره څو ځله رد کړې.

دې لړ کې د امریکا فارن پالیسي مجلې یوه رپوټ یادونه هم کېږي چې د امریکا دفاع وزرات چارواکو له قوله یې ویلي وو، د پاکستان ایف ۱۶ ډوله الوتکو شمېر پوره دی او کومه الوتکه یې بې درکه نه ښکاري.

بل لور ته د هندوستان ټایمز ورځپاڼې رپوټ له مخې د پیلوټ ورتمان الوتکه پر پاکستانۍ الوتکې د برید پر مهال په هغې پسې د پاکستان خاورې ته ننوته او د نوموړي مګ ۲۱ ډوله الوتکه پر نوې تکنالوژۍ سمبال نه وه.

ورځپاڼې د دغې موضوع څېړونکو له قوله ویلي، د ابهینندن الوتکې کې نوي جیمرز نه وو لګېدلي او د مخابرې الات یې پاکستانیانو شنډ کړي وو، چې له کبله یې د قوماندې له مرکزه لارښوونه تر لاسه نه کړه او د پاکستان هوايي حریم ته ننوتلی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: