هند وايي طالبان دې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته زړه ښه کړي. په کابل کې د هند سفیر ویني کومار وايي افغان ولسمشر د طالب زندانیانو د خلاصولو پرېکړه وکړه او د سولې لپاره یې خپله طرحه اعلان کړه نو اوس طالبانو ته په کار ده چې له افغان حکومت سره د سولې لپاره ګام اوچت کړي. دده په خبره دلته روانه جګړه د خبرو له لارې د حل وړ ده نو ټولو اړخونو ته په کار ده چې مذاکرات تر جګړې غوره وبولي. کومار دغه راز ټینګار کړی چې له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او په دې برخه کې د هېڅ هېواد فشار یا فرمایش نه مني. نوموړي ویلي چې د سولې، بیا رغونې او دایمي پرمختګ په برخه کې هند د افغانستان تر څنګ ولاړ دی.
