پنجشنبه , سپتمبر 19 2019
کور / خبرونه / پاکستان / هند: پاکستان ته تلونکې اضافي اوبه مهاروو

هند: پاکستان ته تلونکې اضافي اوبه مهاروو

د هند د طبیعي سرچینو او اوبو مسوولینو ویلي دوی پر یوه پلان کار کوي چې له مخې به یې پاکستان ته د څو سیندونو تلونکې اضافي اوبه مهار کړي. ددوی په خبره د معلوماتو له مخې زرګونه متره مکعبه اوبه پاکستان ته روانې دي چې باید مهار کړل شي او په هند کې د ننه ګټه ترې پورته کړل شي. هندي حکومت ویلي له دې اوبو به په کور د ننه په صنعت، بزګرۍ او د برېښنا په تولید کې کار اخیستل کېږي. د پاکستان ۸۰ سلنه زراعتي ځمکې اوس په هغو اوبو خړوبېږي چې له هند ور روانې دي. هند د نړیوال بانک په منځګړیتوب د سند سیند ډېره برخه اوبه پاکستان ته ورکړې دي، چې ددغه پلان له مخې به په دې اوبو کې هم کموالی راوستل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: