جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / پاکستان / هند په پاکستان غږ کړی چې خپل منځي اړيکې دې کمې کړي

هند په پاکستان غږ کړی چې خپل منځي اړيکې دې کمې کړي

هند د پاکستان لخوا د دغه هېواد د هايي کمشنر(سفير) بيرته لېږلو او اړیکو کمولو پرېکړې ته يو اړخيزه ويلي او په پاکستان يې غږ کړی دغه پرېکړې ته دې بيا کتنه وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي د هېواد د ملي امنيت په غونډه کې پرېکړه شوې او د هند حکومت ته ويل شوي چې د پاکستان نه خپل هايي کمشنر بيرته بوځي.

پاکستان دغه پرېکړه له هغې وروسته کړې چې د هندوستان حکومت د خپل انتظام لاندې کشمیر خصوصي آئیني حېثیت ختم کړی. د خصوصي حېثیت د لاندې د هندوستان د انتظام د لاندې کشمیر ته په یو شمېر معاملاتو کې خپلواکي ترلاسه وه.

د هندد بهرنیو چارو وزارت نن د زیارت، پنجشنبې په ورځ د هند په اړوند د پاکستان په پرېکړه د افسوس څرګندونه کړې او ويلي یې د سفارتي اړیکو کمول يو اړخيزه پرېکړه ده.

هند ويلي د پاکستان دغه ډول ګامونه د نړۍ په وړاندې د دواړو هېوادونو اړیکې خطرناکې ښايي او پاکستان چې د هند په اړوند کومې خبرې وړاندې کړي هغه د ځمکني حقيقت سره سمې نه دي.

د کشمیر په اړوند د خپلې پرېکړې په دفاع کې هند ويلي د ائین د ۳۵۰ مادې په اړوند ګام پورته کول د هند کورنۍ معامله ده او د جمو و کشمیر مسله د سيمې دپاره خطرناکه وړاندې کول به کله هم کامياب نه شي.

پاکستان ويلي د کشمير په اړوند د هند د حکومت د پرېکړې خبره به په ملګرو ملتونو او امنيتي شورا کې راپورته کوي او زياته کړې يې ده پاکستان به د خپلې ازادۍ ورځ ۱۴م اګست د کشمیريانو سره نمانځي او د هند د ازادۍ ورځ ۱۵م اګست به د تورې ورځې په توګه نمانځي.

پرون د شورو، چارشنبې په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ د پاکستان د نيشنل سيکيورټۍ کمېټۍ يا د ملي امنيت غونډه شوې چې پکې لوړ پوړو حکومتي او پوځي مشران ګډون کړی او دغه پرېکړې پکې شوې وې.

د غونډې وروسته، د عمران خان د دفتر څخه په جاري شوي بیان کې ويل شوي چې پاکستان به هندوستان سره د سفارتي تعلقاتو کچه ټیټه کړي، دوه اړخیزه تجارت به ورسره وځنډوي، او د دواړو هېوادونو ترمنځ نورو انتظاماتو ته به بیا کتنه کوي.

د وزیراعظم د دفتر په بیان کې زياته کړی شوې وه چې په خارجي هېوادونو کې د پاکستان سفارتخانو ته وېل شوي دي چې د هندوستان “بې رحمه نسل پرست رژیم (حکومت) منصوبې او د انساني حقونو سرغړونې په ډاګه کړي.”

د بيان ترمخه وزیراعظم پوځ ته د بیدار اوسېدو امر کړی دی.

14 تبصرې

  1. non prescription viagra viagra without prescription cost of viagra

  2. online pharmacy viagra viagra prescription online where can i buy viagra over the counter

  3. over the counter ed medication generic ed pills homeopathic remedies for ed

  4. cialis 100 mg lowest price cheap cialis cialis 100 mg lowest price
    tadalafil vs cialis

  5. when will cialis go generic cheap cialis cialis 20 mg
    cialis and interaction with ibutinib

  6. buy ed pills online https://canadaedwp.com/ medications list

  7. best canadian pharmacy online https://sildenafilxxl.com/ where to buy viagra online

  8. does cialis lower blood pressure cheap cialis what are the side effects of cialis

  9. generic cialis at walmart generic cialis cialis reps

  10. generic viagra without a doctor prescription viagra pill viagra buy viagra online canada

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: