دوشنبه , اکتوبر 14 2019
کور / خبرونه / بين المللي / هند کې سیلابونو مرګ ژوبله اړولې

هند کې سیلابونو مرګ ژوبله اړولې

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، له تېرې اوونۍ راهیسې د دغه هېواد په شمالي سیمو کې د راوتلو سیلابونو له امله ۵۹ کسان مړه شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي. د هند له طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې ویلي، یاد کسان تر ډېره د کورونو د نړېدو له امله مړه شوي دي. د یادې ادارې د معلوماتو له مخې د سیلابونو د تازه څپې قربانیان ډیری یې د اتراپردیش ایالت اوسېدونکي دي. اتراپردیش د هند هغه سیمه ده چې ډېری وخت د موسمي بارانونه له امله پکې سیلابونه راوځي او ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اړوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: