پنجشنبه , سپتمبر 19 2019
کور / خبرونه / افغانستان / هېبت الله اخوند زاده: عام ولس به د اختر په ورځو کې زمونږ له جنګیاليو څخه خوندي وي

هېبت الله اخوند زاده: عام ولس به د اختر په ورځو کې زمونږ له جنګیاليو څخه خوندي وي

دافغانستان د وسله والو طالبانو مشر هېبت الله اخندزاده پخپلو جنګیالیو غږ کړی چې داختر په ورځو کې د ولسي وګړو خوندي کولو ته پام وګرځوي اؤ په امریکا یې نیوکې کړي چې دسولې دخبرو په جریان کې یې هوایي بریدونه سیوا کړي‌ دي.

د غټ اختر په اړوند خپل یو پېغام کې طالب مشر هېبت الله اخند په امریکایې چارواکو تورونه لګولي چې دهوایي بریدونو سیوا کولو ترڅنګ یې چارواکي ضد اؤ نقیص څرګندونې کوي اؤ دا هر څه د سولې په اړوند د امریکا په اراده شکونه پیدا کوي.

دامریکا غږ اشنا د راپور له مخې دطالبانو مشر ویلي د سولې دخبرو بریالیتوب دپاره اړینه ده چې دواړه خواوې په یو بل باور ولري .

هغه زیاته کړې چې افغان جګړه هیڅ نظامي حل نه لري د تیرو اتلسو کالو جګړو هم داخبره روښانه کړې نو ځکه ضروري ده چې باید دشخړې هواري دپاره په سوله ییزو لارو چارو غور وشي.

هغه ویلي طالبان د سولې خبرو کې سنجیده دي اؤ ددې مقصد دپاره یې خپله یوه مذاکراتي ډله هم جوړه کړې ده خو امریکا هم باید دستونزې دهواري دپاره په ریښتونې توګه د سولې پروسه په وړاندې بوځي.

هغه پخپل دغه پېغام کې د اختر په ورځو کې د اوربند په هکله هیڅ نه دي ویلي خو پخپلو وسله والو یې غږ کړی چې باید په دې ورځو کې د ولسي وګړو خوندیتوب ته خپل پام وګرځوي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې یوه ورځ طالبانو کابل کې د شوي هغه ځانمرګي برید پړه په غاړه اخستې وه چې ۱۴ کسان پکې وژل شوي اؤ۱۴۵ نور ژوبل شوي وؤ چې زیاتره پکې عام وګړي وؤ.

ددې ترڅنګ طالبانو درې ورځې وړاندې پخپله یوه اعلامیه کې افغانستان کې د کیدونکو ولسمشریزو ټاکنو دپروسې ګډوډولو اعلان هم کړی اؤ ویلي یې وؤ چې هغوئ به د ټولټاکنو دکمپائن په کیدونکو غونډو بریدونه کوي.

افغانستان کې دسولې دپاره امریکایي استازي زلمي خلیلزاد کابل کې دطالبانو لخوا دترسره شوي پروني ځانمرګي برید غندنه کړې اؤ ویلي دي چې بايد تشدد په سمدستی ډول راکم کړی شي، دوي بېن الافغاني خبرو ته نزدې شي او دا به سياسي حل لاره او دايمي اوربند رامنځته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: