شنبه , سپتمبر 21 2019
کور / خبرونه / بين المللي / واشنګنټن ټایمز: طالبان د پخوا پرتله اوس زیات پاوړي دي

واشنګنټن ټایمز: طالبان د پخوا پرتله اوس زیات پاوړي دي

واشنګټن ټایمز ورځپاڼه د امریکايي څېړونکو له قوله لیکي چې ښايي طالبان دمګړی پخپلو لیکو کې سل زره کسان ولري. ددغه ورځپاڼې په خبره طالبان د لومړیو کلونو په پرتله پیاوړي شوي دي او جګړې یې هم شدیدې کړې دي. سرچینه کاږي په تېرو کلونو کې د وسله والو طالبانو شمېر کم و، یوازې چریکي بریدونه یې کول خو اوس پر ولسوالیو او د ولایتونو پر مرکزونو بریدونه کوي چې دا یې پیاوړتیا ښيي. سرچینه کاږي چې د جګړې په اوج کې د سولې خبرې هم لغوه شوې دي چې ښایي دا مسئله جګړې نورې هم شدیدې کړې او په دې منځ کې ښايي د عامو افغانانو تلفات لوړ شي. واشنګټن ټایمز ټینګار کوي چې د افغانستان جګړه له سیاسي لارو د حل وړ ده او ښکېلې خواووې دې مذاکرات له سره پيل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: