شنبه , اګست 24 2019
کور / خبرونه / بين المللي / واشنګټن پوسټ:افغانستان کې د امریکا حضور ته اړتیا ده

واشنګټن پوسټ:افغانستان کې د امریکا حضور ته اړتیا ده

امریکا باید د سرتېرو ایستلو ته نه بلکې د یوه جامع توافق رامنځ ته کولو ته بېړه ولري. واشنګټن پوسټ په یوه مطلب کې لیکي، په افغانستان کې دداسې یوه توافق رامنځ ته کېدو ته اړتیا ده، چې ټول اړخونه ورته ژمن وي او دغه هېواد د کورنۍ جګړې لور ته بو نه ځي. د سرچینې په وینا تر هغه چې ټول اړخونه په افغانستان کې یو ګډ حکومت جوړوي، نو امریکا ته په کار ده، چې په دغه هېواد کې خپل نظامي حضور ولري او له احتمالي خطرونو مخنیوی وکړي. سرچینه کاږي له دې پرته طالبان کولی شي هر وخت د کاغذ پر مخ رامنځ ته شوی تړون مات کړي او له افغان حکومت سره جګړه پيل کړي. واشنګټن پوسټ لیکي امریکايي چارواکو ته په کار ده، چې د افغانستان د مسئلې په اړه مسولانه چلند وکړي او داسې نه شي چې دغه هېواد یو ځل بیا د کورنۍ جګړې په ډګر بدل کړي او دکلونو لاس ته راوړنې له خطر سره مخ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: