پنجشنبه , نوومبر 21 2019
کور / خبرونه / بين المللي / وال سټریټ ژورنال: امریکا هڅه کوي له طالبانو سره بیا خبرې پیل کړي

وال سټریټ ژورنال: امریکا هڅه کوي له طالبانو سره بیا خبرې پیل کړي

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د افغانستان په اړه یو مطلب کې لیکلي چې امریکا هڅه کوي له طالبانو سره په ټپه ولاړې خبرې بیرته له سره پیل کړي.

د ورځپاڼې په خبره، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دې اړه امریکایي ډپلوماټانو سره خبرې کړې دي او دغه راز یې په اسلام اباد کې له طالب پلاوي سره هم لیده کاته درلودل څو د سولې خبرو پیل لپاره د باور فضا رامنځته کړي.

ورځپاڼې لیکلي، طالبان باید د خبرو د پیل لپاره مخکې له مخکې تاوتریخوالی کم کړي او د تاوتریخوالي کمولو بیلګه به د تېر اختر په څېر څو ورځنی اوربند وي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په خپل یو تازه ټویټ کې ویلي چې دوی نور نه غواړي په بې مانا جګړو کې ښکېل پاتې شي او په خبره یې ژر به خپل ځواکونه له افغانستانه هم وباسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: