دوشنبه , فبروري 17 2020
کور / خبرونه / وروستیو اورښتونو په افغانستان کې د اوبو کچه لوړه کړې ده

وروستیو اورښتونو په افغانستان کې د اوبو کچه لوړه کړې ده

وروستیو ورښتونو کابل کې د تر ځمکې لاندې اوبو کچه تر ۱۲ مترو لوړه کړې ده. یوې نوې ارزونې ښودلې چې په کابل کې د اوبو کچه له ۲ تر ۱۲ مترو پورې لوړه شوې. د اوبو او برېښنا وزارت یې لامل ورستي ورښتونه بولي او وايي په ډېرو ولایتونو کې د اوبو کچه لوړه شوې او ډېر ژر به یې شمېر خپور شي. حکومت مخکې تردې په ځینو لویو ښارونو په ځانګړې توګه کابل کې د اوبو کچې ټیټېدو او د وضعیت کړکېچن کېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه. وروستيو ورښتونو او د سېلابونو راوتلو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د سر او مال زیان اړولی دی، خو تر ځمکې لاند د اوبو کچه یې لوړه کړې ده. د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت سږني ورښتونه شاوخوا ۱۶۰ میلیمتر یا د تېر کال پرتله شاوخوا پنځه برابره ډېر اټکل کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: