پنجشنبه , جولای 18 2019
کور / خبرونه / وزیرستان کې دوه پاکستاني عسکر مړه او ۳ نور ژوبل شوي دي

وزیرستان کې دوه پاکستاني عسکر مړه او ۳ نور ژوبل شوي دي

د پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې نن د پوځ پر موټر چاودنې دوه عسکر وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي. د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي چې دا چاودنه هغه وخت رامنځته شوه چې د پوځ یو موټر له یادې سیمې د ګزمې په حال کې و. د چارواکو په خبره په دې پېښه کې دوه پوځیان وژل شوي او درې نور ټپیان دي، ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي. د دې تازه پېښې پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې. دا په داسې حال کې ده چې پرون هم په ورته پېښه کې د درېیو افسرانو په ګډون څلور پوځیان ووژل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: