شنبه , اګست 24 2019
کور / خبرونه / وزیرستان کې لاریون کونکو د پاکستان ناامنیو پر ضد شعارونه ورکړل

وزیرستان کې لاریون کونکو د پاکستان ناامنیو پر ضد شعارونه ورکړل

د جنوبي وزیرستان په شکۍ تحصیل سیمه کې سلګونو کسانو د ناامنیو پر ضد لاریون کړی دی او زیاته کړې یې ده چې په سیمه کې یې د ناامنیو له امله ژوند په ټپه ولاړ دی. هغوی وایي، د دې وضعیت له امله ټول ښوونځي تړل شوي او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي. لاریون کوونکو پر پاکستاني حکومت تور پورې کړی دی چې په وار وار یې د عملیاتو په بهانه عام خلک وژلي دي خو ترهګر یې تر سترګو لاندې له وسلو سره ګرځي او په ازاد ډول ژوند کوي. د لاریونوالو په خبره، په ټول وزیرستان کې جګړې کېږي او حتی درنې وسلې کارول کېږي. دوی پر حکومت غږ کړی دی چې د ناامنیو مخ ونیسي او کنه نو مجبور دي د خپل امنیت ساتلو لپاره وسلې پورته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: