پنجشنبه , جولای 18 2019
کور / خبرونه / وزیرستان کې پاکستاني پوځیان وژل شوی دي

وزیرستان کې پاکستاني پوځیان وژل شوی دي

شمالي وزیرستان کې په دوو جلا پېښو کې اووه پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. پاکستاني چارواکي وایي، یوه پېښه په خړ کمر سیمه کې رامنځته شوې او بله هغه په مرعلي کې چې دواړو پېښو کې یو پوځي وژل شوی او شپږ نور ټپیان دي. چارواکي وایي، د خړ کمر پېښه نن په داسې حال کې رامنځته شوې چې سرتېري له یادې سیمې د ګزمې پر مهال د تېرېدو په حال کې وو. په دې پېښه کې یو پوځي وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي. په ورته وخت کې د شمالي وزیرستان په مرعلي سیمه کې په یوه بله پېښه کې د نجونو یو ښوونځي ته څېرمه په یوه پوسته د راکټ لګېدو له امله درې پوځي افسران ټپیان شوي دي. د یادو غبرګو پېښو پړه پاکستاني طالبانو پر غاړه اخیستې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: