پنجشنبه , دسمبر 12 2019
کور / خبرونه / وزیرستان کې پاکستاني پوځ پر ولسي غونډو بندیز لګولی

وزیرستان کې پاکستاني پوځ پر ولسي غونډو بندیز لګولی

د پاکستان حکومت اعلان کړی دی چې له دې وروسته به د یاد هېواد د اساسي قانون د ۱۴۴مې مادې له مخې په شمالي وزیرستان کې ولسي غونډې نه کېږي. په شمالي وزیرستان کې تر دې وړاندې هم ددې مادې پر بنسټ چلند کېده او خلکو نه شو کولی ،چې په غونډو او ولسي ناستو کې برخه واخلي. په وزیرستان کې پر ولسي غونډو بندیز په داسې حال کې لګول کېږي چې پاکستاني حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مخکښ غړي علي وزیر او محسن داوړ چې دواړه یې د همدې سیمې اوسېدونکي او د پارلمان غړي دي زندان ته اچولي دي. پاکستان کې فعالو ځینو سیاسي ګوندونو د حکومت دا کار غندلی او پر لومړي وزیر عمران خان یې تور پورې کړی دی چې د ځان د ګټې لپاره د ملت په کیسه کې نه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: