چهارشنبه , جنوري 22 2020
کور / خبرونه / وزیرستان کې ګرځبندیز د خلکو ژوند تریخ کړی دی

وزیرستان کې ګرځبندیز د خلکو ژوند تریخ کړی دی

د شمالي وزیرستان د خړ کمر سیمې اوسېدونکي وایي، په سیمه کې د پاکستاني پوځ لخوا د لګول شوي ګرځبندیز له امله ځايي خلک له سختو ستونزو سره مخ دي او له حکومته يې غوښتي چې دغه ګرځبندیز دي ختم کړي. ځايي چارواکي وايي، په یاده سیمه کې د روانې جون میاشتې پر اوومه نېټه د سړک غاړې ماین چاودنه کې څلور پاکستاني پوځيان وژل شوي وو، چې تر هغه وروسته هلته کرځبندیز لګول شوی دی. ځايي اوسېدونکي وايي، د ګرځبندیز له امله خلک په کورونو کې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي. یو شمېر هغو کسانو چې خپل ناروغان یې د میرانشاه او بنو ځايي روغتونونو ته رسولي هم له لګېدلي ګرځبندیزه سر ټکوي. دوی وايي که دا حالت ژر ختم نشي بشري ناورین به رامنځته شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: