دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / افغانستان / وسله والو طالبانو رسنیو ته خبرداری ورکړی

وسله والو طالبانو رسنیو ته خبرداری ورکړی

وسله والو طالبانو رسنیو ته په لیږلې خبر پاڼه کې ویلي چې که رسنۍ د دوی پر ضد له تبلیغاتو څخه ډډه ونکړي نو په مرکز او ولایتونو کې به د دوی له لوري تر هدف لاندې ونیولې شي.

د طالبانو له لوري په دې اړه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په مرکز او ولایتونو کې له یو شمېر رسنیو څخه د تجارتي اعلانونو په نوم داسي څه خپریږي چې د طالبانو له لوري په پیل شوې رواني مبارزې پسې بد رد پکې ویل کیږي او په دې اعلانونو کې د استخباراتو معلوماتو په موخه د امنیتي ځواکونو شمېرې هم خپریږي په دې توګه هڅه کیږي چې له دغو رسنیو څخه استخباراتي استفاده وشي او د عام افغانانو ذهنونه تخریب کړي.

په خبر پاڼه کې په مرکز او ولایتونو کې راډیونو ګانو ټلویزیونو او نورو رسنیو ته د طالبانو له لوري خبر داری ور کړل شوی چې که د دغسې خپرونو له وړاندې کولو څخه لاس وانه خلي د دوی له بریدونو سره به مخ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: