شنبه , اګست 24 2019
کور / خبرونه / وسله وال طالبان په جنوبي ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین ته اجازه نه ورکوي

وسله وال طالبان په جنوبي ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین ته اجازه نه ورکوي

وسله وال طالبان په جنوبي ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین ته اجازه نه ورکوي. د پولیو واکسین د کمپاین د عامه اړیکو مسوول میراجان راسخ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې وسله وال طالبان د هېواد په جنوبي ولایتونو، په تېره اروزګان، کندهار او هلمند کې د پولیو واکسینو د تطبیق کمپاین ته اجازه نه ورکوي چې له امله یې دوی له ستونزو سره مخ شوي دي. د راسخ په خبره روان کال تر دې دمه په افغانستان کې د ګوزڼ ۱۲ پېښې ثبت شوې چې ډېری یې په جنوبي ولایتونو کې دي. هغه پر ولسونو غږ کړی چې ددغه واکسین له کمپاین سره همکاري وکړي. دمګړی افغانستان، پاکستان او نایجریا هغه هېوادونه دي چې لا هم د ګوزڼ ناروغي پکې پاتې ده او پر ضد یې کمپاین ته اړتیا لیدل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: