دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / افغانستان / ولسمشر غني د چین بهرنیو چارو وزیر سره د بین الافغاني مذاکراتو په اړه ټلیفوني خبرې وکړې

ولسمشر غني د چین بهرنیو چارو وزیر سره د بین الافغاني مذاکراتو په اړه ټلیفوني خبرې وکړې

جمهور ریيس محمد اشرف غني او د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په ټيليفوني خبرو كې د بين الافغاني غونډې په اړه، چې ټاكل شوې په بيجينګ كې جوړه شي، بحث وكړ.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، په دې ټيليفوني خبرو كې، چې د دوشنبې په ماښام وشوې، په بريالۍ توګه د جمهوري رياست ټاكنو ترسره كېدل، د افغان سولې پروسه او دولت په دولت همكارۍ د دواړو خواوو ترمنځ د بحث نور موضوعات وو.
په خبرپاڼه كې راغلي، جمهور ریيس غني او وانګ يي ټينګار وكړ، چې د سولې پروسه بايد د افغانستان د حكومت او خلكو په محوريت ترسره شي.
په پام كې وه، چې د بيجينګ بين الافغاني غونډه د روانې لړم مياشتې په اوومه او اتمه نېټه وشي، خو د ملي يووالي حكومت په غوښتنې د جمهوري رياست ټاكنو د پايلو تر اعلانه وځنډېده.
افغان حكومت او طالبانو په ياده غونډه كې د خپلو پلاويو پر ګډون ټينګار كړى دى.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: