شنبه , دسمبر 14 2019
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / ولسمشر غني: د یوې مشورې په ترڅ کې له باګرامه د حقاني ډلې درې مهم زندانیان خوشې کېږی

ولسمشر غني: د یوې مشورې په ترڅ کې له باګرامه د حقاني ډلې درې مهم زندانیان خوشې کېږی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، پرېکړه یې کړې څو انس حقاني او د طالبانو د ډلې دوه نور مهم غړي په مشروط ډول له باګرام زندانه خوشې کړي.
ښاغلي غني نن کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، دغه پرېکړه یې له نړیوالو شریکانو او په ځانګړې توګه له امریکا سره په مشوره د سولې او ثبات د مخامخ مذاکراتو لپاره د رسېدو په هدف کړې ده.
هغه زیاته کړه: “حاجي مالي خان د والي خان زوی، عبدالرشید د محمد زوی او انس د جلال الدین زوی چې په باګرام زندان کې بندیان دي، په مشروط ډول خوشې کوو.”
افغان ولسمشر ټینګار وکړ، د حقاني شبکې د دریو مهمو غړو خوشې کېدل هغه څه چې ده ورته د دښمن خطاب وکړ د بریدو د زیاتوالي لامل نشي.
ولسمشر غني زیاته کړه، د امریکايي پوهنتون د دوو برمته شویو استادانو روغتیايي وضعیت نازک و او له طالبانو سره د غیر مستقیمو خبرو کې د دغو استادانو خوشې کېدل اساسي غوښتنه وه.
که څه هم ولسمشر غني په مستقیمه توګه اشاره ونه کړه، خو ویې ویل چې طالبان به د امریکايي پوهنتون دوه استادان هم خوشې کړي.
طالبانو دوه امریکايي استادان، ۶۰ کلن کيون کېنګ او ۴۸ کلن تيموتي وېکس په ۲۰۱۶ کال کې له کابله وتښتول.
د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ سږکال په جولای میاشت کې په واشنګټن کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره په کتنه کې له هغه وغوښتل چې د دغوو دوو یرغملو په خوشې کولو کې مرسته وکړي او عمران خان هم د دې کار ژمنه ورسره وکړه او ورته ویې‌ويل چې په دې اړه به ډېر ژر يو ښه خبر واوري.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې انس حقاني په ۲۰۱۴ کال کې ونیوه.
انس حقاني د حقاني شبکې مهم غړی دی. دا شبکه د طالبانو یوه څانګه ده چې جلال‌الدين حقاني یې بنسټ ايښی و او د لويو خونړيو بريدونو په ترسره کولو مشهوره ده.
د جلال‌الدين حقاني تر مرګ وروسته د هغه زوی سراج‌الدين حقاني د دې ډلې مشر دی. افغان چارواکو د انس حقاني تر نيولو وروسته مطبوعاتو ته ويلي وو چې نوموړی تر سراج‌الدين حقاني وروسته د دغې شبکې تر ټولو مهم کس دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: